حماس درې نیمې میاشتې وروسته د اسراييل له‌خوا د خپل قوماندان د وژل‌کېدو خبر تایید کړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د حماس وسله‌والې ډلې قوماندان محمد سنوار چې د مې پر ۱۳مه په خان یونس سیمه کې د اسراییلي پوځ د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی و، تازه یادې ډلې د هغه د مرګ خبر تایید کړ.

د یوروشیلم پوسټ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، حماس د شنبې پر شپه د محمد سنوار د مرګ خبر تایید کړ؛ حال دا چې اسراييلي پوځ درې نيمې مياشتې مخکې ویلي و چې هغه یې وژلی دی.

نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چې حماس د «پاکو شهیدانو مشران» د نمانځنې په نوم څو انځورونه خپاره کړي چې په‌کې د محمدسنوار او یحیی سنوار، اسماعیل هنیه، محمد ضیف او څو نورو کسانو انځورونه شامل دي.

نور خبرونه

رادیو