کریم خُرم وايي د نجونو د زده‌کړو په اړه د ملګرو ملتونو سروې د پاکستان لپاره ښه ځواب دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خُرم وايي چې د زده‌کړو په اړه د ملګرو ملتونو سروې د پاکستان لپاره ښه ځواب دی. د هغه په وینا، پاکستان غواړي افغانان لوېدیځو هېوادونو ته توندلاري، ترهګر او د زده‌کړو مخالف معرفي کړي.

خُرم ویلي، پاکستان تل له دې فورمول څخه کار اخیستی چې وايي، «مړ یې کړه، پړ یې کړه.» د نوموړي په وینا، پاکستان هڅه کوي، چې افغانستان ګوښه، بېوزله، کمزوری او تر خپلو بریدونو لاندې وساتي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په تازه راپور کې ویل شوي، که څه هم د طالبانو له لوري د نجونو د منځني تعلیم پر وړاندې بندیز اوس هم شته، خو د افغانستان د خلکو ډېری برخه د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

په دې سروې کې چې د هېواد په کچه تر دوو زرو ډېر افغانان پوښتل شوي، ۹۲ سلنه یې ویلي چې د نجونو دوامداره زده‌کړې مهمې دي.

د دې سروې له مخې، په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونوزده کړې غواړي؛ په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دا شمېر د دواړو جنسونو لپاره ۹۵ سلنه ښودل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو