اردوغان او شهباز شریف د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په لیدنه کې د دوه اړخېزو همکاریو او اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره پر ګډ هوډ ټینګار کړی دی.

دا لیدنه د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې شوې ده.

دواړو مشرانو د پاکستان او ترکیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، دفاعي او امنیتي برخو کې د همکارۍ د زیاتوالي ستاینه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، دوی همدراز په غزه کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ملاتړ او د اسراییل د روان تیري د پالیسیو غندنه یې کړې ده.

نور خبرونه

رادیو