د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د ځايي سرچینو په وینا، په کونړ کې د دغې زلزلې له امله د ولایتي پوهنتون له لیلیې سربېره په نورګل ولسوالۍ کې ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

له دې سره سم، د کونړ په ولایتي روغتون کې سرچینې وايي، تر اوسه له سلو زیات ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي او دغه لړۍ همداراز دوام لري.

سرچینې زیاتوي، په ولسوالیو کې د ټپیانو درملنې ته دومره امکانات نشته نو د زلزلې له امله ټول ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي او د لارې د اوږدوالي له امله لا هم د ټپيانو د لېږدولو بهیر روان دی.

له دې سره سم، د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو ولایتي ادارې بیا ویلي، چې د ټپيانو د لېږدولو لپاره د ننګرهار د امکاناتو یوه برخه د کونړ ولایتي ادارې په واک کې ورکړ شوي دي.

په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د څو شېبو مخکې دوامداره زلزلو ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او ویل کېږي، چې دغه زلزله په پاکستان کې هم احساس شوې ده.

نور خبرونه

رادیو