د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوې تازه خپرې شوې مقالې لهمخې، که څه هم په لومړیو کې هیلې موجودې وې چې طالبان دا ځل بدل شوي، خو ښکاري دا ډله لا هم په خپلو زړو روایتونو ولاړه ده او ان اوس ورسره نږدې ګاونډیان چین او پاکستان هم اړیکو کې احتیاط کوي.
طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د نوي تعامل د پیل ژمنې کړې وې، خو اوس هر څه برعکس دي. د مقالې د لیکوال په باور، پر کابل د واکمنو عمومي بښنه، د یوه ټولګډوني اسلامي حکومت جوړول، د ښځو د حقونو خوندیتوب، د رسنیو د ازادۍ او د افغانستان د خاورې نه د نورو هېوادونو پر ضد د نه استفاده موضوع هم دغو ژمنو کې شامل وو چې عمل پرې نه دی شوی. وایي، دا ژمنې یوازې په کاغذ پاتې شوې او د طالبانو د موقتي حکومت جوړښت هم انحصاري پاتې شو.
همدا راز ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه محرومې شوې، رسنۍ تر سخت فشار لاندې راغلې او سختدریځه ډلو بیا د فعالیت زمینه ومونده.
د طالبانو دغو ناکاره سیاستونو پایله نړۍواله انزوا وه. د روسیې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه هم د سیمهییزو همکاریو دروازې پرانېستو ته پرېنښودې. افغانستان سره له دې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان ناظر غړی دی، د یاد سازمان وروستۍ غونډې ته چې د اګسټ له ۳۱مې تر د سپټمبر لومړۍ نېټې د چین په تیانجین کې ترسره کېږي پر کابل واکمنه ډله ورته نه ده وربلل شوې. مقاله کې د نه بللو دا مساله په ښکاره توګه د څرګندې بې باور نښې بلل شوي دي.
په همدې مهال، د امو سیند د تېلو ۲۵کلن قرارداد لغوه کېدو هم اندېښنې راپورته کړي دي. طالبانو د چین له «افچین» کمپنۍ سره د ۵۴۰ میلیونه ډالرو تړون لغوه کړ او د لویو قدرتونو پر ځای یې اوس د منځنۍ اسیا کوچنیو شرکتونو ته مخه کړې ده؛ یو اقدام چې کارپوهان یې د اقتصادي ضعف او بېثباتۍ نښه بولي.
ډان ورځپاڼه زیاتوي چې پر طالبانو یوازې د امریکا فشار نشته، بلکې چین هم پر دې ډلې د لویو اقتصادي پروژو د عملي کولو باور نهلري. بیجېنګ تر اوسه افغانستان د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» له ستر پلان څخه هم بهر ساتلی او یوازې پر محدودو دوه اړخیزو اړیکو یې بسنه کړې ده.
کارپوهان باور لري چې طالبان د بېباورۍ فضا د ماتولو لپاره یوازې پر اقتصادي تړونونو تکیه کړې، په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو تمه هم لري. یوه بنسټیزه پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده چې ایا د طالبانو مشرتابه د دې حقیقت د منلو لپاره چمتو دی او که به افغانستان د نورو کلونو لپاره هم د انزوا او بېباورۍ په زنځیر کې همداسې بند پاتې وي؟