د «ده هېل» په نوم یوې امریکایۍ وېبپاڼې لیکلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د ژوند ترټولو ناوړه او تریخ حالت سره مخامخ دي. وایي، یادې ډلې له زدهکړې نیولې، تر کار او بیا د عامه ژوند په بېلابېلو برخو کې پر ښځو «ځپونکي» بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
همداراز اندېښنه ښودل شوې چې ورځ تر بلې روغتیایي اسانتیاوو ته هم د افغان مېرمنو لاسرسی مخ په کمېدو روان دی.
د مقالې پر بنسټ، طالبانو د ښځو پر ضد په تېرو څلورو کلونو کې له سل زیات فرمانونه او مقررات صادر کړي چې له امله یې د ژوند کړۍ پرې لا تنګه شوې ده. په دې فرمانونو کې په عامه ځایونو کې د ښځو پر خبرونو بندیز، له محرم پرته کور څخه وتل او د اسلامي شریعت په نامه تر ټولو سختدریځه حجاب عملي کول په کې شامل دي.
د تېر کال راهیسې دغه محدودیتونه د طالبانو په رسمي قوانینو کې ځای پر ځای شول او د سرغړونې په صورت کې یې سزا ټاکل شوې ده.
د طالبانو له لوري د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون، د ښځو د حقونو فعالان د معاصر تاریخ تر ټولو افراطي او او د جنسي تبعیض څخه ډک هغه ګڼي. ګڼ شمېر افغان ښځو دا قوانین د «کورني بند» په څېر بللي او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د ښځو تر منځ د ځان وژنې د فکرونو وبا خپروي. کارپوهان دا شرایط روښانه «جنسي اپارټاید» بولي.
له دې کړکېچ سره سره، نړۍوالې ټولنې هم له افغان مېرمنو څخه خپله پاملرنه اړولې ده. ګڼ هېوادونه، پر ځای د دې چې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو شرط د بشري حقونو معیارونه وګرځوي، خپلې اړیکې یې د طالبانو له رژیم سره عادي کړې دي.
مقاله کې راغلي، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو نشتوالي له امله خوارځواکۍ سره مخ دي. د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا لن په زوره واده کوي.
ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
امریکا، چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه کړې وه، اوس له دې ژمنو په شاه شوې ده. د دې ترڅنګ د افغانانو لپاره د لنډمهاله ساتنې ځانګړې وضعیت (TPS) لغوه شوی او ډېر زیانمن کسان د اخراج او جدي خطر سره مخامخ دي. برېټانیا هم د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدو پروګرامونه درولي دي.
د جورج ټاون د څېړنیز مرکز په یوه سروې له ۴۲۰ ښځینه فعالانو سره خبرې شوي او له ۶۷ سلنې زیاتې یې باور لري چې لا هم د مثبت بدلون راوستلو توان لري. د فشارونو سره سره دوی د سولې، امنیت او بشري حقونو په برخه کې فعالیت ته دوام ورکړی دی.
کارپوهان ټینګار کوي چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو سیاستونه عادي نه کړي او په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو لهمخې چلند غوره کړي. ملګري ملتونه کولای شي د یوه ګډوډونکي بهیر په مشري سره، افغان ښځو ته د نړیوالو مذاکراتو او د افغانستان اړوندو سیاسي پروسو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
طالبان هڅه کوي چې نړۍ د عادلانه او هر اړخیز افغانستان د جوړونې له مبارزې شا ته کړي، خو افغان ښځې دغه روایت نهمني. دوی باور لري چې د هېواد راتلونکی لا هم بدلېدلای شي او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.