د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال تورجان احمدي د دغه ولایت د تېلو واردونکو سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، هغه تېل چې د بندرونو په دروازو کې د پخوانیو مشخصاتو له مخې ولاړ دي او نورمونه یې پوره نه دي، د مرکز له پرېکړې سره سم باید مسترد شي.
تورجان احمدي په دې لیدنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د نیمروز په ولایت مقام کې ترسره شوه، همداراز له سوداګرو وغوښتل چې له نوي وضع شوي نورم سره سم تېل وارد کړي.
نوموړي همداراز له سوداګرو وغوښتل: «له هر ډول درغلۍ او جعل څخه ډډه وکړئ، له مظلوم ملت سره خیانت ونه کړئ او بازار ته کیفیت لرونکي تېل وړاندې کړئ.»
افغانستان ته له منځنۍ اسیا او ایران څخه تېل راواردېږي او ډېری وخت د تېلو د کم کیفیت له امله ځينې ټانکرونه بېرته مستردېږي او یو زیات شمېر د تېلو ټانکرونه د اداري پروسس د اوږدوالي له امله په میاشتو میاشتو په بندرونو کې درول کېږي او په دې سره بیا په بازارونو کې د تېلو بیې لوړېږي.