د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به خپل وروستی راپور دغه شورا ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې به د مدني ټولنې استازی او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر هم وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ماموریت به په سپټمبر کې پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بشري حقونو ناوړه وضعیت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره لا هم ډېر خراب دی.

امنیت شورا د طالبانو له‌خوا په کابل کې د ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته هم په اشارې سره ویلي، چې د یوناما تازه راپور چې د اګسټ په ۱۰مه خپور شوی، د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض مشخصې بېلګې روښانه کوي.

یادې شورا لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له‌خوا ټاکل شوي یو شمېر خپلواک کارپوهانو د اګسټ په ۱۴مه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو استبدادي حاکمیت رد کړي او له هغو هڅو سره مقاومت وکړي، چې غواړي د طالبانو رژیم عادي او مشروع وښيي.

همداراز امنیت شورا د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ راپور ته هم اشاره کړې، چې پکې راغلي: «طالبان د افغانستان له قضايي او حقوقي نظام څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، تر څو ښځې، نجونې او د جنسي اقلیتونو غړي وځپي.»

د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو حکم

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې نړۍوالې جزایي محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی.

د شورا په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې نړۍوالې جزایي محکمې ته دا شواهد وړاندې شول، چې ښيي یادو دوو طالب مشرانو د «بشریت ضد جرمونه» په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې جرمونه ترسره کړي دي.

امنیت شورا همداراز د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې وروستي بیان ته اشاره کړې، چې پکې ویل شوي: «د افغانستان ښځې د عامه ژوند له ټولو ډګرونو څخه د بشپړې اېستنې له ګواښ سره مخ دي.»

په افغانستان کې بشري ناورین

امنیت شورا ویلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو سخت بشري ناورین پکې روان دی.

د شورا د ارزونو له مخې، تمه ده چې سږ کال شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس څخه زیات نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی ویلي، چې په هېواد کې د خوړو خوندیتوب حالت سخت خراب دی. شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې څخه تر اپرېل پورې شاوخوا ۱۲.۶ میلیون کسان له جدي لوږې سره مخامخ وو.

د کډوالو بېرته ستنېدل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو هڅې د ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د دوامدارو اېستنو له امله نورې هم ستونزمنې شوې دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

امنیت شورا ټینګار کړی، چې ستانه شوي افغانان له ځورونې، شکنجو، ظالمانه، غېر انساني او سپکوونکو سزاوو او له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو هڅې د نړۍوالې انزوا د پای ته رسولو لپاره

امنیت شورا لیکلي، چې طالبان لا هم هڅه کوي څو له نړۍوالې ټولنې سره اړیکې جوړې کړي او له انزوا ووځي.

شورا یادونه کړې: «د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې هڅه او د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ ناسته په کابل کې له هغو اقداماتو څخه دي، چې طالبان یې د نړۍوالو اړیکو د عادي کولو او د انزوا څخه د وتلو په موخه ترسره کوي.»

د دوحې پروسه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی، چې «یوناما» او د دوحې بهیر ګډونوال دا مهال د یوه سیاسي تعامل پر نقشې کار کوي، چې «د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور» کې وړاندیز شوې ده.

په دې خپلواکه ارزونه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له طالبانو سره د تعامل لپاره یو چوکاټ وړاندې شوی، چې له مخې به یې په افغانستان کې سیاسي، بشري او پرمختیایي فعالیتونه سمبالېږي او لارښوونه به ورته کېږي.

امنیت شورا دا هم څرګنده کړې، چې طالبانو له نړۍوالو ژمنو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د دوامدارې سرغړونې له امله دا موضوع د شورا لپاره یوه له اساسي اندېښنو څخه ده او دا کار د افغانستان د خپلواکې ارزونې له سپارښتنو سره په ښکاره تضاد کې دی.

امنیت شورا همداراز زیاته کړې: «د شورا غړي کولای شي چې یوه غېر رسمي ناسته د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې ادارې او یوناما له استازو سره ترسره کړي، تر څو د طالبانو د کړنو پر وړاندې د احتمالي اقداماتو په اړه بحث وشي.»

همداراز، شورا ویلي چې غړي یې کولای شي ناسته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د بشري حقونو د عالي کمېشنر د دفتر او د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي سره هم ترسره کړي، څو له طالبانو څخه د فشار راوستلو لارې وڅېړي.

له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ

د افغانستان له لوري د ترهګرۍ ګواښ هغه بله مهمه موضوع ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورته اشاره کړې ده.

شورا ویلي، چې د شورا غړي غواړي افغانستان یوه سوله‌ ییزه، هوسا، له ترهګرۍ پاکه او ټول‌ګډونه اداره ولري، خو دوی په دې اړه اختلاف لري چې دا موخه څنګه ترلاسه شي.

شورا د امریکا، فرانسې او برېتانیا دریځ ته هم اشاره کړې، چې هغوی باور لري طالبان باید نړۍوالو اصولو او نورمونو ته وفادار پاتې شي، تر څو وکولای شي نړۍوال مشروعیت او پرمختیايي مرستې ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو