طالبان وایي پر یتیمانو، کونډو او معلولانو یې نږدې ۷ میلیارده افغانۍ وېشلې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ مالي کال په تېرو دریو میاشتو کې یې پر یتیمانو، کونډو او معلولانو ۶ میلیارده او ۹۴۳ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.

د طالبانو د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي فیصل ویلي، چې دغه پیسې یې د کابل په ګډون په ولایتونو کې د بانکي سیسټم له لارې د یوې «منظمې او شفافې» تګلارې پر بنسټ پر یتیمانو، کونډو او معلولانو وېشلې دي.

نوموړی وايي، چې یتیمانو، کونډو او معلولینو له همدې لارې د خپلو تېرو شپږو میاشتو حقونه هم تر لاسه کړي دي.

یاد طالب چارواکی زیاتوي:« د بانکي سیستم له لارې توزیع او تقسیم د دې سبب ګرځیدلي چې نغدي مرستې په مستقیم ډول د بانک له لارې د مستحقو کسانو حسابونو ته لېږدول کیږي. شفافیت په بشپړ ډول تامین او د هر ډول خنډ، ځنډ او د احتمالي ستونزو مخه نیول شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر جمهوري نظام د نظامیانو ځینې کورنۍ شکایت کوي، چې طالبانو د یادو میاشتنیو نغدي امتیازاتو له نوملړ څخه د دوی د کورنیو نومونه لرې کړې دي.

طالبانو تردې وړاندې ویلي و، چې د یادې ډلې د غړو د یتیمانو او کونډو په ګډون د ټولو پخوانیو نظامیانو کورنیو ته هم یاد نغدي امتیازات ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو