اسرايیلي‌ رسنۍ: د حماس ویاند ابوعبیده په غزه ښار کې په نښه شوی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

اسراييلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ د غزې په سیمه کې په یوه عملیات کې د حماس د نظامي څانګې د عزالدین قسام د ډلې ویاند ابوعبیده هدف ګرځولی دی. تراوسه د هغه وژل کېدل نه دي‌ تایید شوي.

اسرایيلي رسنیو د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) لیکلي، چې ابوعبیده د غزې ښار د الرمال په سیمه کې په یوه ودانۍ کې تر برید لاندې نیول شوی.

د حماس اړوند رسنیو هم راپور ورکړی، چې د غزې د الرمال په سیمه کې د اسراییل په برید کې درې کسان وژل شوی او ۱۱ نور ټپيان شوي‌دي.

تر اوسه رسمي دا نه دی تایید شوی، چې په دې عملیاتو کې د حماس ویاند ابوعبیده وژل شوی او که نه.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ او د دغه هېواد امنیتي ادارې ویلي وو، چې دوی د حماس یو لوړپوړی چارواکی په هوايي برید کې هدف ګرځولی دی.

د اسراييلي چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې داسې هڅه شوې چې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله راونه‌وړل شي.

ابوعبیده چې اصلي نوم یې حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت دی، تل په خپلو پیغامونو او رسنیو کې مخ او سر پټ کړی څرګندېږي.

هغه تر دې دمه د اسراییلي پوځ له څو بریدونو څخه ژوندی راوتلی.

ابوعبیده د حماس د نظامي مشرتابه څخه یو له وروستیو پاتې کسانو څخه دی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه نېټه په خونړي برید کې برخه لرل.

د حماس غړو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراییل په سوېلي سیمې برید وکړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات کسان یې یرغمل کړل.

اسراییل په دې برید غبرګون وښود او په غزې پټه سیمه کې یې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس د روغتیا وزارت په وینا تر دې دمه په کې له ۶۳ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۵۹ زره ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو