د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د شنبې په ورځ اعلان کړی، چې د پانګونې د جلب او د افغانستان د برېښنا سکتور د ملاتړ په موخه په کابل کې کنفرانس جوړوي.
طالبانو د یاد کنفرانس جوړولو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي افغانستان د لمریزې، بادي، اوبو او حرارتي برېښنا تولید بډایه سرچینو درلودلو سره، پانګونې ته تر ټولو غوره فرصتونه برابر دي.