پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله ۲۰ کسان مړه او ګڼ نور له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
دوی وايي چې د پنجاب په درېیو لویو سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو له کبله پراخ سېلابونه راوتلي او په ورته وخت د اوبو په ځینو بندونو کې اوبه تر خپلې اندازې زیاتې راټولې شوې دي. د چارواکو په خبره، که څه هم د ښارونو د ژغورونې لپاره د اوبو ځینې بندونو مات شوي، خو دې چارې بیا لېرې پرتې ځینې کلیوالې سیمې لاندې کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د وروسیتو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله څه باندې ۸۰۰ کسان مړه شوي، سلګونه زره بېځایه شوي او دغه ورښتونو پراخې ویجاړۍ هم رامنځته کړي دي.