د ازادۍ په نوم جبهې په کندوز کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالف وسله‌وال خوځښت ادعا کړې چې په کندوز ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړې جبهې شنبه (وږي ۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره شپه یې د کندوز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې پر طالب ځواکونو غلچکی برید کړی چې په ترڅ کې یې یادې ډلې ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ په نوم وسله‌وال خوځښت وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو یاده ډلې بیا ترې ډېری وخت انکار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو