په جرمني کې یوه افغان کډوال خپل دوه هېوادوال په چاړه وهلي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

اروپايي محافظه‌کاره مجلې لیکلي چې د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي دي. په دې پېښه کې یو کس مړ او بل سخت ټپي شوی دی. د جرمني څارنوالۍ ویلي چې قاتل دا مهال بندي دی.

دا پېښه د پنجشنبې پر ماښام په ګوسترو ښارګوټي کې شوې ده.عيني شاهدان وایي چې هغه د ودانۍ په دویم پوړ کې خپل دوه هېوادوال څو ځله په چاړه ووهل. ۲۵ کلن ځوان ځای پر ځای مړ شو او بل یې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

د روستوک څارنوالۍ ویلي چې ۲۳ کلن افغان بریدګر دا مهال د محاکمې تر پیل مخکې په توقیف کې دی. یوه عیني شاهد وویل: «بریدګر تر پېښې مخکې شراب څښلي و.»

د افغان کډوالو دا کمپ په ګلاسویټزر چوسي واټ کې دی چې ‌ډېری کډوال یې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي.

نور خبرونه

رادیو