سرچینې: طالبانو د «افچین» چینایۍ کمپنۍ ۸ چینايي کارکوونکي خوشي کړي او چین ته رسېدلي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

طالبانو د افچین کمپنۍ اته چینايي کارکوونکي خوشي کړي او بېرته چین ته ستانه شوي، خو څلور نور لا هم د دوی په ولکه کې دي. طالبانو له دې کمپنۍ سره په نامعلومو دلایلو د امو د نفتو قرارداد لغوه کړی او د کمپنۍ ماشینونه یې هم ضبط کړي دي.

سرچینو نن شنبه د «وږي ۸مه» وویل چې طالبانو له افچین چینايي شرکت سره د امو سیند حوزه کې د نفتو د استخراج قرارداد د نامعلو دلایلو له امله لغوه کړی دی.

یوې سرچینې وویل:« له هغه وروسته چې د طالبانو له خوا له افچین کمپنۍ سره قرارداد لغوه شو، د طالبانو استخباراتو د لنډ وخت لپاره بندیان کړل، له دوی یې پاسپورټونه واخیستل چې له افغانستان څخه ونه وځي خو اوس یې یوازې د اتو تنو پاسپورټونه ورکړي، چې هغوي چین ته رسېدلي.»

د طالبانو یوې سرچینې وویل:« د افچین کمپنۍ کارکوونکي نیول شوي ول خو له خوشې کېدو وروسته له هغوی څخه استخباراتو پاسپورټونه اخیستي ول چې له افغانستان نه ونه وځي.»

د طالبانو دې سرچینې د کسانو د نیول کېدو د علت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د غبرګولي ۴مه اعلان وکړ چې، د اموسیند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې له «افچین شرکت» سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د ژمنو د پرله‌پسې سرغړونو له امله فسخ شوی دی.

د تړون د فسخ کېدو پرېکړه د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د دغې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ شوې وه.

تر اوسه پورې د چین افچین کمپنۍ د طالبانو له خوا د تړون د لغوه کېدو او د دوی د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

یوې چینايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل:« قرارداد طالبانو خپله لغوه کړ خو اوس یې د کمپنۍ کسان ځکه نیولي چې پر کمپنۍ فشار راوړي څو ماشین الات طالبانو ته پرېږدي.»

دوی همدراز وویل چې طالبان اوس هم د دوی د ماشین الاتو په واسطه تېل استخراجوي.

سرچینې زیاته کړه:« د امو سیند نفتي حوزه کې سروې او د څاګانو کیندنې کارونه افچین کمپنۍ ترسره کړي او د تېلو استخراج پیل شوی و خو طالبانو تړون لغوه کړ.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د کانونو وزارت یو پلاوی د روسیې تاتارستان جمهوریت ته تللی و او هلته یې له روسي کمپنیو غوښتي وو چې د امو سیند د نفتو استخراج پرغاړه واخلي.

د وږي پر ۷مه د امریکا ملي راډيو خبر ورکړ، چې د طالبانو او یوې چینايي کمپنۍ تر منځ د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د هوکړې له لغوه کېدو وروسته طالبانو نفتي څاګانې ولکه کړې او چینايي کارکوونکي یې له سیمې اېستلي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د یادې کمپنۍ ۱۲ کارکوونکي هم نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو