د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د پاکستان د حکومت پر هغه پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې به د افغان کډوالو جبري اېستل کېدل پیل کړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا کار به د ستنېدونکو لپاره بېړني او سخت زیانونه ولري.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: «مېلیونونه افغانان په پاکستان کې له دې ګواښ سره مخ دي چې بېرته هغه هېواد ته ستانه شي، دوی له لوی بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي. د دوی ژوند او ازادي به په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخامخ وي».
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو په تړاو بندیزونو، محدودیتونو، زده کړو، کار او ګڼو نورو مسایلو ته په اشارو اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی وایي، وار له مخه افغانستان کې بندیزونه حاکم دي او بېرته ستنېدونکي به هم د دغه ناورین برخه شي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې مېلیونونه ستنېدونکي ماشومان، نجونې او ځوانان به په ناڅاپي توګه افغانستان ته له ستنېدو سره سم د زده کړو تر څنګ له ګڼو بنستیزو حقونو څخه بې برخې شي.
د پاکستان حکومت د جولای پر ۳۱مه تایید کړه چې افغان کډوال به د «د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان» له مخې وشړل شي او وروستۍ نېټه یې د سپټمبر لومړۍ هغه چې یوازې دوه ورځې ورته پاتې دي. دا ځل د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکي کډوال یا د «پي او ار لرونکي» هم د اېستل کېدو دغه بهیر کې شامل دي.
ډېری دغه افغانان له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، ځینې یې همدلته زېږېدلي او هېڅکله یې په افغانستان کې ژوند نه دی کړی. هغه افغانان هم چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د تعقیب او ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې، اوس له خطر سره مخامخ دي. راپورونه ښيي چې په وروستیو اونیو کې بې دلیله نیونې، ډلهییز بندیزونه او جبري ایستنې شوي دي.
کارپوهانو ټینګار وکړ: «پاکستان د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د قوانینو له مخې مکلف دی چې هېڅوک هغه ځای ته ونه لېږي چې هلته یې ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخامخ وي. د نه ستنولو اصل (non-refoulement) اختیاري نه دی، بلکې د نړۍوالو قوانینو یو بنسټیز اصل دی».
دوی زیاته کړه، ډېری هغه کسان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې په افغانستان کې لا خپل کورونه نه لري او نه یې هم کوم پناه ځای شته. یاد سازمانان اندېښنه ښوولې چې د هغو ښځو لپاره د جبري اېستل کېدو دا بهیر بېخي له کړاوه ډک دی چې نارینه محرم ونه لري.
همداراز د هغو افغانانو په تړاو چې د مخېکني جمهوریت پر مهال یې پوځي، امنیتي، سیاسي او بېلابېلې دندې لرلې هم اندېښنه ښوول شوې ده. وایي، له پاکستانه په اېستلو سره د دوی ژوند هم له ننګونو او تاوتریخوالي سره مخ کېدای شي.
ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو جبري اخراج ژر تر ژره ودروي او د نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې شي. دوی د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۳ کال هغه لارښود ته اشاره وکړه چې د افغانستان له حالاتو وتونکو کسانو د خوندیتوب اړتیاوې په کې څرګندې شوي دي.
دوی همداراز په درېیمو هېوادونو کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او بیا مېشتیدو له قضیو هم جدي اندېښنه وښوده او په کې یې ځنډ د نړۍوالو ټولنې د اصولو او مسوولیت د وېش له مخې له ټولو اصلونو سره په ټکر کې کار وباله.
ورته مهال، دوی د دې لپاره چې پاکستان د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، د قدردانۍ څرګندونه وکړه، خو له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پاکستان حکومت او کوربه ټولنو ته نور ملاتړ برابر کړي.