د یمن د حوثي حکومت لومړی وزیر او یو شمیر وزیران په صنعا کې د اسراییل د پنجشنبې ورځې د برید په پایله کې وژل شوي دي.
د یمن د حوثیانو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې احمد غالب الرهوي او د کابینې یو شمېر وزیران د دولت د ارزونې پر کلنۍ غونډه برید کې وژل شوي او یو شمېر وزیران ټپیان دي.
اعلامیه وايي، په برید کې څو وزیران هم ټپیان شوي، ځینې یې برسېرن او ځینې یې جدي ټپونه لري او تر درملنې لاندې دي. برید د دولت د کلنۍ ارزونې پر یوه غونډه شوی و.
د یمن د حوثیانو د سیاسي شورا مشر مهدي المشاط له برید وروسته وویل چې هیواد به یې د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکړي څو اسراییلي یرغل بند او د غزې په تړون کې بدلون راشي.
له دې دوه ورځې وړاندې اسراییلي سرچینو ویلي و، چې د یمن د حوثیانو کابینه یې په نښه کړې ده.