د طالبانو د کورنیو چاروز وزارت وايي چې سر له نن څخه د افغانستان خلاف لاس «اسناد نهلرونکي موټرونه» په کابل ښار کې د ګرځېدو اجازه نهلري. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه موټرونه باید د روان کال د وږي له ۸مې نېټې وروسته له کابل ښار نه ووځي.
دغه وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې چې ښي لاس شترینګ لرونکو موټرونو خاوندان باید د ټرافیکو ریاست ته ورشي او خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه ترلاسه کړي.
د طالبانو د اعلامیې لهمخې، دغه موټرونه باید د روان کال د وږي له ۸مې وروسته له کابل نه ووځي او په خپل ولایت کې دې ثبت شي. همداراز، هغه موټرونه چې قانوني اسناد نهلري، له نن وروسته کابل ته نه شي تلای.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه ښي لاسي شټرینګ لرونکي موټرونه چې په کوم ولایت کې ثبت شوي، یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې تر دې وروسته ښي شټرینګ لرونکي موټرونه په کابل ولایت کې نه راجسټر کېږي.