درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د پاکستان کرېکټ لوبډلې اماراتو ته د ۳۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه پاکستان د ۳۱ منډو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

پاکستان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته هم ماتې ورکړې وه.

د دې درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې سیالۍ پچه پاکستان لوبډلې وګټله او متحده عربي اماراتو لوبډلې ته یې لومړی د توپ اچونې بلنه ورکړه.

پاکستان لوبډلې بیا د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.

پاکستاني لوبغاړي سیم ایوب تر ټولو ډېرې او په ۳۸ توپونو کې ۶۹ منډې جوړې کړې.

متحده عربي اماراتو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۷۶ منډې جوړې کړې او د ۳۱ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان د افغانستان لوبډلې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د یادولو ده، چې د دوشنبې په ورځ به کوربه افغانستان لوبډله د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

نور خبرونه

رادیو