د ارزګان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ په مرکز ترینکوټ کې د " امیرالمومنین پېژندنې" په نوم غونډه کړې، چې له خوست او پکتیا وروسته دا درېیمه ورته غونډه ده.
په دې غونډه کې، د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دې ډلې د مشر د اطاعت او پیروۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ارزګان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت الله ریحان په دې غونډه کې د پوهنتون له استادانو او لیکوالانو وغوښتل چې د ملا هبت الله د شخصیت په اړه څیړنې وکړي او مقالې ولیکي.
هغه وویل چې د ملا هبت الله د ریښتیني شخصیت پېژندل به خلکو ته د هغه اهمیت نور هم څرګند کړي.
دا له خوست او او پکتیا ولایتونو وروسته درېیمه غونډه ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه یې د «محبوب امیر» تر سرلیک لاندې د خپل مشر د شخصیت پېژندنې په اړه جوړوي.
له دې وړاندې طالبانو په ځینو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د "امارت پېژندنې" په نوم یو مضمون رامینځته کړی و او په دې تړاو یې په ټولو ولایتونو کې غونډې وکړې.
ددغه مضمون په ازموینه کې د «امارت پېژندنې» په اړه له زده کوونکو او محصلانو نه د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې شاملې وې.