وسله وال کس د اوکراین د پارلمان مخکینی رییس په ډزو وژلی

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د اوکراین د پارلمان پخوانی رییس اندري پاروبي د شنبې په ورځ په لوېو ښار کې په ډزو ووژل شو.

د کیېف څارنوالۍ دفتر ویلي، چې یوه وسله‌وال څو ډزې وکړې او وروسته له سیمې وتښتېد.

پاروبی له۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۹کال پورې د پارلمان رییس او په ۲۰۱۴کې د ملي امنیت او دفاع شورا منشي پاتې شوی و.

د اوکراین ولسمشر دغه وژنه یو وحشتناک قتل وباله او ژمنه یې وکړه چې ټول امکانات به د قاتل د موندلو لپاره وکارول شي.

د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمنکو او لوی څارنوال روسلاان کراوچینکو د پلټنو څارنه کوي.

نور خبرونه

رادیو