د روسیې لوی درستیز ویلي چې روسي ځواکونه د اوکراین په ټولو جبهو کې پرلهپسې بریدونه کوي او اوس یې د جګړې «ستراتیژیک نوښت» په خپل لاس کې اخېستی. ګیراسیموف وویل چې له مارچ راهیسې روسیې د اوکراین شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومتره مربع ځمکه نیولې او ۱۴۹ کلي یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.
روسیې له دوبي راهیسې د اوکراین پر ښارونو او کليو د هوايي بریدونو شدت زیات کړی.
د اوکراین چارواکو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په کییف کې د روسيې هوايي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي
ګیراسیموف وویل چې روسیې په دې پسرلي او دوبي کې د اوکراین پر پوځي-صنعتي تاسیساتو ۷۶بریدونه کړي او هغه ځایونه یې په نښه کړي، چې اوږد واټنه توغندي او بېپیلوټه الوتکې پکې تولیدېږي.
هغه زیاته کړه چې اوس مسکو د اوکراین د ختیځ لوهانسک سیمې۹۹،۷ سلنه، د ختیځ دونڅک ۷۹ سلنه، د زاپوریزیا ۷۴ سلنه او د خرسون سیمې ۷۶ سلنه خاوره په واک کې لري.
ګیراسیموف همداراز وویل چې له مارچ راهیسې روسیې د اوکراین شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومتره مربع ځمکه نیولې او ۱۴۹ کلي یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.