د «سي ای اې» پخوانۍ ماموره «سارا اډمز» د روسیې د ملي امنیت شورا منشي هغه اندېښنې ته چې ویلي یې وو«په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري»وايي، چې دا مهال د افغانستان دننه د بهرنیو جګړهمارو شمېر ۲۳ زره نه بلکې تر ۱۵۰زرو ډېر دی.
سارا اډمز په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا شمېرې په داسې حال کې دي چې د ۲۰۰۱م د سپټمبر د ۱۱مې پېښو پر مهال القاعده یوازې شاوخوا ۴زره غړي لرل.
نوموړې په خپلو څرګندونو کې ویلي، د روسیې ملي امنیت شورا منشي«سرګي شویګو» ښايي د هغو ۲۳زرو وسلهوالو په اړه خبرې کړې وي،چې په ځانګړي ډول روسیه په نښه کوي، او دا شمېر ښايي د واقعیت نه لرې نه وي.
اډمز ټینګار کړی،چې مسکو کولای شي د شمېرو له لوبوسره د طالبانو د خوشالولو هڅه وکړي، خو اصلي ګواښ د تاجکستاني تندلاري قومندان «ګلمراد خالیموف»دی.
د هغې په وینا، «خالیموف»د سوریې جګړې له امله د «غچ اخیستنې» په فکر دی او تر هغه به لاس وانخلي څو خپل موخې ته ونه رسېږي.
د یادولو وړ ده، چې د روسیې د امنیت شورا منشي«سرګي شویګو» ویلي وو، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري، چې دغه وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.
ښاغلي شویګو دغه څرګندونې په هغه مقاله کې کړې وې، چې په «راسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپره شوې ده. هغه لیکلي، چې د روسیې د ارزونو له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړۍوالې ترهګرې ډلې مېشتې دي چې په ټولیز ډول تر ۲۳زرو ډېر وسلهوال جنګیالي لري.
نوموړی زیاته کړې: «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه د داعش خراسان په اړه ده، چې د افغانستان د ختیځ، شمال او شمالختیځو ولایتونو په روزنیزو کمپونو کې روزل کېږي.»
بلخوا کارپوهان وايي، د افغانستان دننه د سختدریځو ډلو د حضور زیاتوالی د سیمې او نړۍ لپاره د جدي اندېښنې وړ دی، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره چې د طالبانو له اوسني حکومت سره اړیکې پالي.