د طالبانو هوا پوهنې ادارې په ۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، لغمان، پکتیا او پکتیکا ولایوتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا، چټکو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي او د اټکل له مخې، په شمالي، لوېدیزو، سوېل ختیزو او مرکزي ولایتوونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو سرعت به په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ننګرهار په سپین غر، رودات او چپرهار ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۵ کسان مړه او ۱۵نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو