د لوېدیځې افریقا په ساحل کې د بېړۍ ډوبېدو له امله ۷۰ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د لوېدیځې افریقا د اتلانتیک سمندر غاړې ته پروت د ګامبیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۷۰ کسان مړه شوي دي. د یاد وزارت په خبره، د کډوالو دا بېړۍ چې ۱۵۰ کسان په‌کې سپاره وو، د موریتانیا په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د چارواکو په خبره، ۱۶ کسان ژغورل شوي او د پاتې نورو د برخلیک په اړه معلومات نشته. چارواکو همداراز زیاته کړې ښايي د مړو شمېر له ۱۰۰ هم لوړ وي.

د پېښې ډېری قربانیان د ګامبیا او سینیګال هېوادونو اوسېدونکي دي او د ځايي چارواکو په خبره، دا د افریقا له ساحل نه د اروپا پر لور د کډوالۍ ترټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو