په افغانستان کې د ۲۳ زره ترهګرو حضور د طالبانو مشروعیت او د امنیت ادعاوې نورې هم وننګولې

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د «یور اېشیا» تحلیلي وېب‌پاڼې په یوه تازه مقاله کې خبرداری ورکړی چې افغانستان نن ورځ د «نړۍوالې ترهګرۍ د تجمع مرکز» ګرځېدلی دی. همداراز ویل شوي چې د روسیې د ادعا له‌مخې په افغانستان کې د ۲۳ زره ترهګرو حضور د طالبانو مشروعیت او امنیت ادعاوې ننګولي‌ دي.

د مقالې پر بنسټ، د القاعده تر څنګ د داعش-خراسان وسله‌واله او یو شمېر نورې ډلې په ښکاره توګه افغانستان کې پناه‌ځایونه لري او په ازاده توګه د طالبانو تر سیورې لاندې فعالیت کوي.

مقاله زیاتوي، په افغانستان کې د دومره شمېر ترهګرو جضور د طالبانو بې‌وسي او کمزوري لا ډېره په ډاګه کوي. ویل شوي چې د دغومره ډېر شمېر ترهګرو او ډلو موجودیت د طالبانو نړۍوال مشروعیت هم سخت زیانمن کړی او ښکاري چې پر کابل واکمن د ترهګرۍ په مهار کې هم پاتې راغلې ده.

د یادې تحلیلي وې‌پاڼې په باور، داعش خراسان د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ ګرځېدلی دی. دغه ډله په ختیځو او شمالي ولایتونو کې په قوت سره فعالیت کوي او د خپلو ایډیالوژیکو تبلیغاتو او مرګونو بریدونو له لارې د طالبانو پر واکمني او د افغانستان ګاونډيان یې هم له مستقیم خطر سره مخ کړي دي.
هم‌مهاله، القاعده او نورې سخت‌دریځې ډلې هم په افغانستان کې فعالې اډې لري او طالبان یې د مهار لپاره هېڅ اغېزمنه وسیله یا ظرفیت نه‌لري. دا وضعیت د طالبانو د امنیتي جوړښت د ژورو درزونو نښه هم بلل شوې ده.

په مقاله ټینګار شوی چې که څه هم ځینې هېوادونه د سیاسي دلایلو له‌مخې له طالبانو سره تعامل کوي، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ازاد فعالیت دوام د طالبانو د رسمي پېژندنې پر وړاندې اساسي خنډ دی. طالبان په عمل کې ونه توانېدل چې ځان د مشروع او د ثبات‌لرونکي حکومت په توګه ځان معرفي کړي.

د «یور اېشیا وېب‌پاڼې په باور، افغانستان نن ورځ د «پانګونې لپاره ممنوعه سیمه» بلل کېږي. هېڅ شرکت یا پانګه‌وال نه غواړي په داسې هېواد کې پانګونه وکړي چې هره شېبه له بمي بریدونو او ځانمرګو سره مخ وي.

نړۍوال بندیزونه، د طالبانو کمزوری مدیریت او د زرګونو ترهګرو شتون د افغانستان اقتصادي راتلونکی یو تش خیال ګرځولی دی.

د مقالې په پای کې لیکل شوي چې د ۲۳ زره حضور د افغانستان د ثبات مخه نیولې او د طالبانو مشروعیت یې له‌منځه وړی دی. په داسې حال کې طالبان نه د امنیتي ګواښونو د کنټرول توان لري او نه هم د نړۍوالې ټولنې له لوري د رسمي پېژندنې هیله کولای شي؛ تر هغه چې ترهګري په افغانستان کې له‌منځه نه وي وړل شوی، نه به ثبات رامنځته شي او نه به د دې هېواد د ناورین د حل لپاره کومه لاره پیدا شي.

نور خبرونه

رادیو