د طالبانو د بامیان والي: د خلکو د هوساینې راز د مولوي هبت الله په فرمانونو کې نغښتی

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې باید د طالبانو د ډلې د مشر ټول فرمانونه په ټولنه کې عملي شي.

عبدالله سرحدي وايي:« د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن شنبه «وږي ۸مه» وویل، چې د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرلیک لاندې ولسي ناسته کې ددغه ولایت والي په خپله وینا کې د ملاهیت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینکار کړی دی.

د طالبانو د بامیان والي دې غونډې ته ویلي، چې « د امیرالمؤمنین ټول فرمانونه باید زموږ په ټولنه کې عملي شي، ځکه د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی دی».

په غونډه کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر محب ‌الله سجاد د ملاهبت الله له لوري صادر شوي فرمانونه د ټولنې د فرهنګي اصلاح او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره مهم ګڼلي دي.

هغه ویلي، چې د یاد فرمان په تطبیق سره به هغه ستونزې، چې د مړو د تدفین پر مهال د بې ‌ځایه لګښتونو او یا د خوښیو او ښادیو په مراسمو کې د افراط او زیاتو مصارفو له امله رامنځته کېږي، په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د ملاهبت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار په داسې حال کې دی، چې لاتر اوسه د ملاهبت الله له خوا صادر شوي فرمانونو په بشپړ ډول نه دي تطبیق شوي.

ملاهبت الله چې د کابل پرځای کندهار کې مېشت دی، په خپلو ویناوو کې هم د خپلو فرمانونو پر عملي کېدو ټینکار کوي.

نور خبرونه

رادیو