مجاهد: موږ افغانستان د سیمې په اقتصادي څلورلارې بدلوو او امنیت به یې خپله ټينګ شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د طالبانو ویاند له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې دا ډله د یوه منظم پلان له مخې هڅه کوي، څو افغانستان د نړۍ او سیمې په اقتصادي څلورلارې بدل کړي. نوموړي ویلي: «که موږ په دې پلان کې بریالي شوو، د افغانستان امنیت خپله ټینګېږي، ځکه د ټولو هېوادونه ګټه ده.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) د دغه ډلې د ملاتړې «حریت راډیو» سره اوږده مرکه کړې، چې پکې یې د خپلو لاسته راوړنو او جوړ شوي پنځه کلن پراختیايي پلان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي په دې مرکه کې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه ویلي: «موږ افغانستان د سیمې او نړۍ په اقتصادي څلورلارې بدلوو، امنیت به یې خپله تأمین وي، ځکه ټولې خواوې به ګټه وړي او هېڅوک به د افغانستان پر وړاندې خنډ نه وي.»

مجاهد ویلي، چې لا هم د افغانستان ځینې سرحدي سیمې د کنټرول او دایمي څار اړتیا لري او دوی هڅه کوي، چې د نوې ټکنالوژۍ او زیات ځواک په وسیله له هېوادونو سره ګډې پولې خوندي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې له نړۍ سره د دوو اصلونو له مخې اړیکې غواړي: «یو له نړۍ سره د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او دویم د هېواد د خپلواکۍ د خوندیتوب پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او پالو یې.»

د هغه په خبره، له ډېرو هېوادونو سره د رسمیت موضوع تر یوې کچې بشپړه شوې ده، خو نوموړی زیاتوي، چې دغه هېوادونه د نورو هېوادونو د نزاکتونو او حساسو اړیکو له امله نه غواړي دا موضوع په ښکاره اعلان کړي. مجاهد وایي، طالبان هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره متوازن او متقابل درناوی لرونکې اړیکې ولري، څو د رسمیت موضوع هم په تدریجي ډول پر مخ ولاړه شي او د افغانستان د خلکو په ګټه عملي نتیجه ورکړي.

نوموړي یو ځل بیا نړۍ ته ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېوادونه دې د افغانستان له تجربې، د امریکا له ماتې او د دوی له بریا څخه درس واخلي.

هغه زیاته کړه: «د دوحې تړون، د کابل سقوط او د وږي نهمه د وروستي امریکايي‌ د وتلو نېټې ټولو تجاوز کوونکو ته پيغام ورکوي، چې د افغانستان د اشغال فکر ونه کړي کنه یوه ورځ به له همداسي ماتې سره مخ شي.»

مجاهد ویلي، چې دا نېټې نړۍ ته کفایت کوي.

نوموړي له نړۍالو وغوښتل، چې له دوی سره دې د دوښمنۍ پر ځای د دوستۍ او ښه تفاهم لاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ذبیح الله مجاهد د جاپان کیودو نیوز سره په یوه تازه مرکه کې هم ویلي، چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په ټوله نړۍ کې ۴۱ ډېپلوماتیک ماموریتونه پرمخ وړي او دوی له نورو هېوادونو سره «د اړیکو ښه کولو لپاره ټول اقدامات کړي دي.»

نور خبرونه

رادیو