د طالبانو ویاند: له امریکا سره «قوي اړیکې» غواړو

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د طالبانو ویاند وايي، چې ډله یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره "قوي اړیکې" غواړي. مجاهد زیاتوي، چې دوی د ټرمپ په مشرۍ دولت سره اړیکې ساتلې، خو په لوړه کچه نه.

د طالبانو ویاند د نجونو زده کړې «داخلي مساله » بولي، چې په وینا یې، «د افغانستان کلتور او مذهب» منعکسوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جاپان کیودو نیوز سره په یوه تازه مرکه کې چې نن خپره شوه، له واشنګټن څخه وغوښتل چې په بهر کې د افغانستان کنګل شتمنۍ ازادې کړي.

مجاهد وویل، په داسې حال کې چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په ټوله نړۍ کې ۴۱ ډېپلوماتیک ماموریتونه پرمخ وړي، دوی له نورو هېوادونو سره «د اړیکو ښه کولو لپاره ټول اقدامات کړي دي».

هغه پر جاپان غږ وکړ، چې د روسیې لاره تعقیب کړي او طالبان په رسمیت وپېژني.

د چاپان کیودو نیوز په خپل رپوټ کې لیکلي، چې د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او اروپایی هیوادونو له بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي توکه د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو د کار ترڅنک د نورو محدودیتونو له امله، د طالبانو له رسمیت پیژندلو ډډه کړې ده.

مجاهد وویل چې تعلیم «یوه داخلي مساله ده» چې دده په وینا، «د افغانستان کلتور او مذهب» منعکسوي.

مجاهد له امریکا سره د اړیکو په اړه وویل چې متحده ایالات په قطر کې د افغانستان لپاره یو شارژدافیر ټاکلی دی چې هلته د طالبانو له استازو سره ګوري.

هغه وویل چې د دوی حکومت "له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو د جوړولو لپاره هر ګام پورته کړی دی" او واشنګټن باید متقابل عمل وکړي.

نور خبرونه

رادیو