په برېټانیا کې د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبغاړې وايي چې غواړي د ورزشي ډګر له لارې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه غږ پورته کړي او د هغوی استازولي وکړي.
دا نجونې فیفا لهخوا د استعدادانو د موندنې یوه کمپ ته رابلل شوې وې. دې ورزشکارانو ویلي چې که څه هم له افغان ښځو او نجونو هرڅه اخېستل شوي، خو دوی به د ورزش او لوبو له لارې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د ناجیه عارفي او الهه صفدري په نوم دوو لوبغاړو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه کمپ د فیفا له لوري له افغان کډوالو نجونو نه د یوه ټیم د جوړونې د هڅو په دوام ترسره کېږي.
عارفي همدا راز ویلي چې دوی په خپلو لوبو او فعاله حضور سره غواړي نړۍ ته هم دا پیغام ورسوي چې دوی د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو په تړوا چپ نه دي ناستې.
طالبانو پر افغانستان تر بیاځلې واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو پراخ محدیتونه ولګول او د کار او زدهکړو په ګډون یې د هغوی پر مخ د سپورټي ځایونو دروازې هم بندې کړې.