طالبانو په نورستان کې د نږدې ۵۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورلې

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې دلته یې د ازادۍ بولۍ له لارې د نږدې ۵۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت «بیروج» قیمتي ډبرې پلورلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د ۱۲۴ کیلو ګرامه پلورل شویو بیروج پیسې یې د یادې ډلې خزاني ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو له دې کبله سختې نیوکې کېږي چې ګواګې په غیر معیاري ډول کانونه او قیمتي ډبرې راوباسي او له اصلي ارزښت څخه په کمه بیه یې پلوري، خو طالبان بیا دا ډول ادعاوې نه مني.

نور خبرونه

رادیو