د بښنې نړۍوال سازمان او ۷ نورو بنسټونو د ورکو شویو قربانیانو نړۍوالې ورځې په مناسبت، د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په «جبر د تريتم کېدونکو کسانو» د لړۍ مخنیوي دې وکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا سیمهییز دفتر نن (شنبه، اګسټ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان حکومت باید د ورکو شویو قربانیانو کورنیو ته له ځنډ پرته د عدالت زمینه برابره کړي.
نوموړي سازمان همداراز زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي لاهم د خپلو غوښتونو د منلو لپاره د کسانو د تريتم کېدو له وسیلې د فشار په توګه کار اخلي او د همدې لړۍ په دوام زرګونه کسان ورک هم شوي دي.
د یاد سازمان د معلومات پربنسټ له ۲۰۱۰ کال راهیسې څه باندې لس زره کسان د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې ورک شوي دي.
نن د اګسټ ۳۰مه د ورکو شویو قربانیانو نړۍواله ورځ ده.