د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت اراده لري چې د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي. دا نوم وروستی ځل په ۱۹۴۷ کال کې کارول شوی و.
دغه راپور چې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) خپور شوی، پکې راغلي چې د دفاع وزارت د نوم بدلول کېدای شي د امریکا د کانګرس له لارې ترسره شي، خو سپینه ماڼۍ د دې طرحې د پرمخ بیولو لپاره نورې لارې هم په پام کې نیولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته، دا نظر څو ځلې وړاندې کړی دی.
نوموړي د وږي پر درېیمه د «دفاع وزارت» تر جوړېدو مخکې جګړو ته په اشارې وویل، چې امریکا په هغه دوره کې په ټولو جګړو کې بریالۍ وه او اوس د «جګړې وزارت» نوم ته د بېرته ستنېدو وخت رارسېدلی دی.
یوه پخواني امریکايي چارواکي په همدې تړاو ویلي، چې پنتاګون د ټرمپ د دویمې دورې د حکومتولۍ په لومړیو اوونیو کې د دې وزارت د نوم د بدلولو لپاره د قانوني وړاندیزونو د چمتو کولو بهیر پیل کړی و.
د وړاندیزونو له جملې څخه یو هم دا و، چې له کانګرسه د ملي بېړنيو حالتونو په شرایطو کې د وزارت د پخواني نوم د بېرته ستنېدو واک وغوښتل شي او په عین وخت کې د دې وزارت د تر ټولو لوړې څوکۍ لپاره د «د جګړې وزیر» عنوان بیا راژوندی شي.
ټرمپ د دفاع وزارت د نوم په اړه د خپلې پرېکړې په اړه ویلي، چې د دې وزارت اوسنی نوم په کافي اندازه تهاجمي «تېری کوونکی» نه دی.
د امریکا دفاع وزیر هم د وږي پر څلورمه د خپل هېواد د کابینې په غونډه کې ویلي، چې د دې وزارت نوم «ډېر مناسب نه ښکاري.»