د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان وروستي هوایي بریدونه «جنايتکارانه» او «د انساني او اسلامي اصولو خلاف» بللي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان دا اقدام «د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری او د ملي حاکمیت څرګند نقض» دی. د سولې او عدالت ملي حرکت ټینګار کړی چې دا بریدونه نه يوازې د بېګناه خلکو د مرګژوبلې لامل شوي، بلکې د پاکستان له لوري د نړۍوالو اصولو او د ګاونډي هېوادونو تر منځ د ګډ سولهییز ژوند ښکاره سپکاوی هم په ګوته کوي.
یاد حرکت خبرداری ورکړی چې دغه ډول دښمنانه او خپلسرې کړنې کولای شي د کابل او اسلاماباد تر منځ نوی کړکېچ راوپاروي، د بېباورۍ ژورې فضا رامنځته کړي او د سیمې د شخړو د پراخېدو سبب شي.
نوموړي سیاسي خوڅښت له نړۍوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د پاکستان د دې ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي او په بېړنۍ توګه د دغه ډول بریدونو د درولو لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.
دغه سیاسي حرکت ټینګار کړی چې په افغانستان کې دایمي امنیت یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې طالبان خپلو نړۍوالو تعهداتو ته درناوی وکړي، د خلکو اساسي حقوق او ازادۍ په رسمیت وپېژني او اجازه ورنه کړي چې هېواد د «ترهګرو د پټنځای» په توګه وکارول شي. که نه، د دې حرکت په وینا، طالبان به د وضعیت د خرابېدو او د لا زیاتو ناوړه پایلو مستقیم مسؤل وي.
په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د دغو بریدونو له کبله ټولټال۱۶ ملکيانو ته مرګ ژوبلهاوښتې چې یوازې په خوست کې ۳ ماشومان وژلي شوي وو. پاکستاني رسنیو که څه هم په دغو بریدونو کې د «ټي ټي پي» د غړو د وژل کېدو ادعاوې کړي؛ خو پر کابل واکمنو طالبانو بیا ویلي چې ټول په نښه شوي کسان ملکي وګړي وو.
هم مهاله د مخېکني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان وروستي بریدونو د افغانستان پر خاوره تېری بللی او طالبان یې ملامته کړي چې په لوی لاس یې دغه ډول بریدونو ته لاره پرانېستې او اوس یې د ځواب ورکولو توان هم نه لري.