په اندونیزیا کې پارېدلو لاریونوالو د شنبې په ورځ د درې ولایتونو د پارلمان ودانیو ته اور واچولې.
دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو د څو تنو له وژل کېدو وروسته په تاوتریخوالي واوښتې. د اندونیزیا ولسمشر د مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې په لویدیز نوسا تنګارا، د مرکزي جاوا ایالت په پیکالونګان ښار او د لویدیزې جاوا په سیربون ښار کې پارلماني ودانۍ د مظاهره کوونکو له خوا سوځول شوې دي.
یو شمېر رسنیو ویلي، چې مظاهره کوونکو په سیربون کې د پارلمان د دفتر وسایل لوټ کړي، خو پولیسو په پیکالونګان او نوسا تنګارا ښارونو کې د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولی دی.
دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو کله چې څو تنه لاریون کوونکي ووژل شول، لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
د اندونیزیا ولسمشر د مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.