د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي،بېجېنګ په اصولي ډول له افغانستان سره د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز له پراختیا سره هوکړه کړې ده.
د نوموړي په وینا، دغه هوکړه د اسلام اباد، کابل او بېجېنګ تر منځ د درې اړخیزو خبرو یوه برخه وه چې اوس یې جزییات د وروستي کېدو په حال کې دي.
اسحاق ډار د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې، «په دې هوکړې سره به افغانستان د پاکستان- افغانستان- ازبکستان د وسپنې پټلۍ د تازه پروژو تر څنګ د سیمې له ترانزیتي شبکو سره هم ونښلول شي».
هغه همداراز ټينګار وکړ، چې په دې طرحې سره به د افغانستان سوداګري او بنسټیزې پروژې پراختیا ومومي او ورسره به امنیتي همکارۍ لاپسې غښتلې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز په ډاګه کړه، چې د افغانانو د ستنولو او پر کرښه د تګ راتګ د مدیریت په تړاو بحثونه هم په لومړیتوبونو کې دي او په وینا یې اسلام اباد هیله مند دی چې د چین په ملاتړ د دواړو هېوادونو سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې ښې شي.
د چین او پاکستان اقتصادي کوریدور یا «سي پېک» د چین د «یو کمربند - یوه لاره» د طرحې مهمه برخه ده چې چارې یې په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوي او تر اوسه ډېرې کار یې په پاکستان کې شوی دی.
که چېرې دغه طرحه وروستۍ شي نو ورسره به کابل د چین د سیمه ییز اتصال تر ټولو لویې طرحې سره وصل شي.