په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د ازموینو ملي ادارې له مشر سره لیدلي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر «جنک اونال»ویلي، چې د طالبانو د ازموینو ملی ادارې له مشر«مولوي عبدالباقي حقاني»سره یې لیدنه کړې، او د دې ادارې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي سفیر پر ایکس خواله رسنۍ په یوه لنډ پیغام کې ویلي،چې دواړو لورو د زده‌کړو، ازموینو او د ظرفیت لوړونې د پروسو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

که څه هم طالبان دا ډول لیدنې د نړیوالو د همکارۍ نښه بولي، خو ډېری شنونکي پر طالبانو نیوکه کوي چې د زده‌کړو او ازموینو په برخه کې د نړیوالو معیارونو د پلي کولو توان نه لري.

د دوی په وینا، د طالبانو د محدودو پالیسیو له امله د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی او د ازموینو پروسه له بې‌باورۍ او سیاسي مداخلې سره مخ ده.

منتقدین وايي، د طالبانو تر واک لاندې د زده‌کړو او ازموینو اداره نه یوازې د روڼتیا له جدي کمښت سره مخ ده، بلکې د نړیوال اعتبار له لاسه ورکولو له امله د زرګونو ځوانانو راتلونکی هم اغېزمن شوی دی.

سره له دې چې ترکیه په تېرو کلونو کې د افغان محصلینو لپاره د بورسونو او علمي مرستو مهمه ونډه لرلې، خو څارونکي ټینګار کوي چې تر هغه چې طالبان د زده‌کړو په برخه کې د نجونو پر وړاندې بندیزونه لیرې نه کړي او د ازموینو بهیر شفاف نه شي، دغه همکارۍ د افغان زده‌کوونکو ستونزې نه شي هوارولی.

نور خبرونه

رادیو