ګوګل، خپلو شاوخوا ۲.۵ میلیارده د جي میل کاروونکو ته یو جدي خبرداری ورکړی او ترې غوښتي یې دي، چې د خپلو حسابونو پاسورډونه نوي کړي او د امنیتي تدابیرو پياوړي کولو ته پام وکړي.
دا خبردارۍ وروسته له هغه ورکول کیږي، چې د هیکرانو له خوا د بریالیو نفوذونو یوه څپه تر سره شوه.
ګوګل له هغه وروسته، چې د «سیلزفورس» په نوم د یو سافټویر شرکت د درېيمې ډلې د معلوماتو د افشا کېدو له امله یو لوی سایبري ګواښ رامنځته شو، ټولو جي مېل کاروونکو ته دا بیړنی خبرداری ورکړ.
ګوګل ټینګار کړی، چې د دوی اصلي سیستمونه لا هم خوندي دي؛ خو د «سیلزفورس» شرکت د معلوماتو په افشا کېدو سره هک کوونکو ته نوې موقعې برابرې شوې دي، چې له امله یې میلیونونه برېښنالیک صندوقونه له خطر سره مخ شوي دي.