امرالله صالح: د عزیزي بانک د پیسو مینځلو شبکه د طالبانو د مالي ملاتړ وسیله ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د عزیزي بانک او د هغه اړوند مالي شبکې د طالبانو لپاره د «پیسو مینځونکي او پروپاګنډ چلونکي» په توګه عمل کوي او ژر به د بادي انرژۍ شرکتونو لېست خپور کړي څو روښانه کړي چې عزیزي له هېڅ یو شرکت سره اړیکه نه لري.

صالح پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د عزیزي د دوسیې تعقیبول زموږ د افغانستان د ازادۍ د مبارزې یوه برخه ده، ځکه د عزیزي شبکه د طالبانو د مداح، پیسو مینځونکي او پروپاګنډ د الې په توګه عمل کوي او د دې ککړ بهیر قربانیان د افغانستان خلک دي.»

هغه د انوارالحق احدي د وروستۍ مرکې یادونه هم کړې چې پکې هغه ویلي، عزیزي بانک لا د جمهوریت پر مهال له مالي ستونزو سره مخ و.

احدي په دې مرکه کې ویلي: «بانک له ۲۰۱۳ کال وروسته په عملي ډول له دیوالیه کېدو سره لاس او ګرېوان و او تر پایه یې له دې بحران څخه ځان ونه ایست.»

صالح د شتمنیو د پلور په اړه د شکونو څرګندولو ترڅنګ پوښتنه کړې: «ایا د څو جریبه ځمکې د پلور ګټه تر پنځوس میلیارده ډالرو رسېږي؟»

نوموړي زیاته کړې چې که داسې کوم ثبوت وای، د نړۍ د شتمنو کسانو په کتار کې به د عزیزی نوم هم د "ګینس" په کتاب کې راغلی وای.

د نوموړي په وینا، د دوی څېړنې اوس نه یوازې په افغانستان، بلکې په کاناډا، بریتانیا، امریکا، روسیه، قفقاز او افریقا کې د پیسو مینځلو شبکې هم رانغاړي.

هغه ویلي: «هغه کسان چې د کاناډا، ترکیې پاسپورټونه یا د امریکا او اروپا اسناد ترلاسه کړي او ځانونه خوندي ګڼي، هم د دې پیسو مینځلو د دوسیې د تعقیب برخه دي.»

امرالله صالح همدارنګه د عزیزي د هغو پروژو په اړه شک څرګند کړی چې له انرژۍ سره تړاو لري.

صالح خبرداری ورکړ چې ژر به د نړۍ د ټولو معتبره بادي انرژۍ شرکتونو لېست خپور کړي څو روښانه کړي چې عزیزي له هېڅ یو شرکت سره اړیکه نه لري.

نور خبرونه

رادیو