د طالبانو استخباراتو لومړي مرستیال «ملا تاجمیر جواد» په خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې له افغانستان څخه د خلکو د تېښتې لامل د بدو رواجونو موجودیت دی.
په داسې حال چې ډیری افغانان د ژوند خوندیتوب او طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله د هېواد څخه په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو ریاست لومړي مرستیال ملا تاجمیر جواد د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) د خوست په مرکز کې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د تطبیق په تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، له افغانستان څخه د خلکو تېښته د بدو او ناوړه دودونو پایله ده.
ملا تاجمیر جواد، په دې غونډه کې وویل، د ټولنې هر وګړی مکلف دی چې د منکراتو او بدو رواجونو مخنیوی وکړي، او همداراز یې زیاته کړه، «له افغانستان څخه د خلکو تېښته او په سختو لارو وتل، یوازې د بدو رواجونو او ناوړه دودونو پایله ده.»
نوموړي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د ښځو د حقونو پر خوندینې ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي او د «تبلیغاتو ښکار» ونه ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، د طالبانو مشر په دې وروستیو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غوښتي چې هېواد پرېږدي، خو کرزي بیا ویلي، افغانستان یې هېواد دی او نه غواړي له خپل هېواده ووځي.
د افغانستان انټرنشنل د راپور پر بنسټ، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د هبت الله اخوندزاده ورغلي پلاوي هغه ته ۵ ماده ییز دستورلیک هم سپارلی او په دستور لیک کې «د طالبانو د رژیم اطاعت، د هر ډول سیاسي او رسنیزو فعالیتونو منع او په ملي او نړیوالو مسلو د تبصرو پر محدودیت» ټینګار شوی او همداراز «د مشهورو شخصیتونو ستاینې، د ځانګړو مناسبتونو نمانځل، یا د ملي او نړیوالو مسلو په اړه څرګندونې کول» منع شوي دي.