د پوتین د چین سفر تر پیل وړاندې په مسکو کې د بیجینګ نفوذ زیات شوی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

ولادیمیر پوتین چې راتلونکې اوونۍ چین ته ځي، له داسې پلازمېنې څخه سفر کوي چې د بیجینګ نفوذ پکې په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د چین سوداګریز مرکزونه، دودیزې ودانۍ، په چټکۍ سره زیاتېدونکي چینایي رسټورانتونه او د چین موټرونه هغه څه دي چې نن ورځ په مسکو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.

وروسته له هغه چې لوېدیځ هېوادونو د اوکراین جګړې پر مهال له روسیې سره اړیکې پرې کړې، چین د تېلو په اخیستو او د توکو په پلورلو سره د مسکو تر ټولو ستر اقتصادي ملګری شو.

یوازې په ۲۰۲۴ کې د دواړو هېوادونو سوداګري ۲۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه.

سره له دې، سږکال د روسیې او چین سوداګریزه تبادله راټیټه شوې او پوتین به هڅه وکړي د خپل راتلونکي سرمشریزې په ترڅ کې له شي جین‌پینګ سره دا اړیکې بیا پیاوړې کړي.

په مسکو کې د چینايي ژبې د زده‌کړې غوښتنه هم په بې ساري ډول زیاته شوې ده، او چینایي موټرونه اوس د ښار په کوڅو کې عامه منظره ده.

خو لا هم یو شمېر روسان باور لري چې د کیفیت په برخه کې لوېدیځ موټرونه غوره دي.

ځینې شنونکي دا اړیکې «محدودې» بولي او وایي روسیه تر هغې پورې له چین سره نږدې پاتې کېږي څو لوېدیځ یې پر وړاندې خپلې دروازې بېرته پرانیزي.

نور خبرونه

رادیو