تازه خبر

سرچینې: په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

سرچینو افغانستان انټرنشل ته وویل، د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې طالبانو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته ډزې کړي، چې په پایله کې یې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یاده نښته نن (جمعه) ناوخته هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو د لنډي کوتل سیمي د چهار باغ په سیمه کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوسته ډزې وکړې.

د ځايي سرچينو په وینا، په یاده سیمه کې لا هم د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تر دې مهاله طالبانو او پاکستاني چارواکو د یادې نښتې په اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو