یونیسف وایي نږدې ۹،۵ میلیونه افغانان د خوړو د کمښت له ګواښ سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال د مې له میاشتې تر اکتوبر پورې شاوخوا ۹،۵ میلیونه افغانان، چې د هېواد د نفوس ۲۱ سلنه جوړوي، د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

یونیسف په خپل یوه راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت ارزونه کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي، چې په کې ۱۲ میلیونه ماشومان هم شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر۲،۳ میلیونه زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۹۰۰ زره یې ماشومان دي.

یونیسف ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د هغو ناروغیو پر وړاندې چې د پراخېدو توان لري، له لوړې کچې زیان‌منېدنې سره مخ دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د روان کال د جولای تر میاشتې پورې په ځینو ولایتونو کې د نس ناستې خپرېدا دوام درلود او د ناروغانو له نیمایي ډېر یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان وو.

د یونیسف د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې تر پایه په ټول هېواد کې د نس‌ناستې ۱۰۰ پېښې ثبت شوي، چې ۴۸ پېښې یې د مړینې دي.

یونیسف زیاتوي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، هرات، پکتیا، خوست، کندهار، غزني، ننگرهار، فراه، بدخشان، هلمند، پروان او تخار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د لوږې ناورین او له هغې سره تړلي د خوارځواکۍ زیاتېدو د افغانستان د میلیونونو اړو خلکو لپاره د خطر زنګ وهلی دی. ملګرو ملتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان نږدې یوه پر درېیمه برخه خلک د خوړو مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو