د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سیف د امنیتي مطالعاتو او څېړنې په مرکز کې په یوې جوړه شوې غونډه کې وویل، پاکستان او افغانستان د دین، دودونو او کلتور پر بنسټ سره تړلي او په وینا یې، کرښې ښايي دولتونه سره بېل کړي، خو خلک یې یو موټی پاتې کېږي.
دغه غونډه تېره ورځ د ډيورند فرضي کرښې د دواړو غاړو د قبایلي مشرانو په ګډون سره جوړه شوې وه.
محمد علي سیف، په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په جګړو او بې ثباتیو کې تل عام خلک قربانیان وي او په وینا یې د نړۍوالو جګړو په ګډون ټولې جګړې د خبرو له لارې پایته رسېدلي، له افغانستان څخه د امریکا تر وتنې وروسته د کرښې د دواړو خواو اړیکې پیکه شوي او ورسره د بې باورۍ فضا هم رامنځته شوې ده.
سیف د پاکستان پر مرکزي حکومت هم په نیوکو کولو سره وویل، په ځینو اقداماتو سره یې د کابل او اسلام اباد تر منځ واټن لاپسې پراخ کړی او همداراز یې د کرښې د دواړو خواو د خلکو ترمنځ پر قوي اړیکو ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده د تېرې ۴شنبې په شپه د پاکستان بې پیلوټه الوتکو پر خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او له امله یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم واوښته او د پاکستان دغه چاره د طالبانو او افغان سیاستوالو له تُندو غبرګونو سره مخ شوه.