د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر د هبتالله له خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي جلاوطنه کولو او د هغه د فعالیتونو محدودولو په اړه ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به د روانو کرکېچونو د سیاسي حل او په هېواد کې د تلپاتي سولې د ټېنګښت لپاره د باور جوړونې ټولې هڅې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
حنیف اتمر د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي:«که دا رښتیا وي چې د طالبانو مشر پرېکړه کړې، چې د حامد کرزي بنسټیزې ازادۍ محدودې یا هغه جلاوطنه او ان د نوموړي امنیت له ګواښ سره مخ کړي، نو له شک پرته به د روانو کړکېچونو سیاسي حل او په هېواد کې د تلپاتي سولې د ټېنګښت لپاره د باور جوړونې ټولې هڅې له جدي ګواښ سره مخامخ کړي. او دا موضوع د ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه هم صدق کوي.»
د تېر جمهوري نظام دغه پخواني چارواکي ویلي، چې د طالبانو مشر باید په دې پوه شي، چې د خلکو او د هغوی د مشرانو د حقونو او ازادیو څخه سرغړونه د بې ثباتۍ او هېواد کې د کړکېچ د لا ډېرېدو لپاره لاره پرانېزي.
حنیف اتمر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې هبتالله د پخواني ولسمشر حامد کرزي د جلاوطنه کولو لپاره کابل ته پلاوی استولی دی او د هبتالله له خوا کرزي ته د نوموړي د فعالیتونو د محدودولو په موخه یو پنځه مادهییز دستورلیک هم وړاندې شوی. خو کرزي ویلي چې افغانستان یې وطن دی او هېڅکله هم خپل وطن نه پریږدي.