د طالبانو د عامې روغتیا د هڅو باوجود د افغانانو روغتیا لا هم له ګواښ سره مخ ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د وزارتونو ترمنځ غونډه ترسره کړې، خو لا هم په هېواد کې د ټیټ کیفیت او قاچاقي درملو د پلور او د درمل جوړوونکو کمپنیو له خوا له ډاکټرانو سره د فساد ستونزه نه ده حل شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو په تړاو د وزارتونو د استازو سره غونډه کړې.

په غونډه کې جلالي ویلي: «د درملو، خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون چې د مولوي هبت‌الله له لوري توشیح شوی، خورا مهم دی. اړوند ادارې باید د دې قانون د پلي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.»

په خبر پاڼه کې همدا راز راغلي چې، د دې قانون د تطبیق لپاره تفصیلي پلان جوړ شوی او د هرې ادارې مشخصې دندې پکې روښانه شوې دي.

خو د چارو څارونکي باور لري چې د قانون خبرې د عمل له ستونزو سره مخ دي.

په ننګرهار او نورو ښارونو کې د ټيټ کیفیت درملو د پلور په اړه معلومات ښيي چې ډېر درمل د قاچاق له لارو راوړل کېږي او کیفیت یې له نړیوالو معیارونو ټیټ دی.

په جلال اباد کې یو تن روغتیاپال افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:«که څه هم د قاچاق د مخنیوي لپاره قانوني چوکاټ شته، خو د ګمرکونو فساد، د څار سیسټم نشتوالی او د درملو د کیفیت لابراتوارونو کمزورتیا د دې لامل شوې چې بازار د ټيټ کیفیت له درملو څخه ډک شي.»

نوموړی زیاتوي، چې سربېره پر دې د درمل جوړوونکو کمپنیو او ډاکټرانو اړیکې هم د جدي اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې، ځینې کمپنۍ ډاکټرانو ته د بهرنیو سفرونو، پیسو او حتا تجهیزاتو د ورکولو په بدل کې د خپلو درملو د سپارښتنې هڅه کوي.

د کابل یو تن اوسېدونکی حضرت بلال افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې شکایت کړي چې په پېښور کې اخیستل شوې د ډيسپرین ګولۍ یو ډول تاثیر لري خو په کابل کې بیا همدا ټابلیټ داسې دي لکه خاورې چې خورې.

نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې د درمل جوړوونکو شرکتونو د ګټې لپاره سیالۍ زور اخیستی، همدې سیالۍ د فساد زمینه برابره کړې او په پایله کې ناروغان زیان ویني.»

سید بلال وایي، تر هغه چې د کیفیت جدي څار، شفافیت او د ډاکټرانو او کمپنیو تر منځ د ناسمو اړیکو مخه ونه نیول شي، د افغانانو روغتیا به له لویو ګواښونو سره مخ وي.

په افغانستان کې د درملو او خوراکي توکو کیفیت له کلونو راهیسې د خلکو د اندېښنې وړ موضوع ده، د بی‌کیفیته او قاچاقي درملو د موجودیت ترڅنګ، کره څېړنې ښيي چې ډېری درمل جوړوونکي شرکتونه نړیوال معیارونه نه پوره کوي.

نور خبرونه

رادیو