ترکیې له اسراییل سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې د اسراییلو پر وړاندې د نويو بندیزونه له مخې، د اسراییل کښتۍ نور د ترکیې بندرونو ته د ورتګ اجازه نه لري او همدا ډول د اسراییل الوتکې د ترکیې له حریم څخه هم استفاده نه شي کولی.

فیدان د جمعې په ورځ د پارلمان یوې ځانګړي ناستې ته وویل، چې انقره له اسراییل سره سوداګریزې راکړې ورکړې درولې دي او د وسلو او مهماتو بار وړونکي کښتۍ یې له خپلو بندرونو ایستلې دي.

هغه زیاته کړه چې د اسراییلو پر وړاندې دغه ګامونه د غزې جګړې له امله اخیستل شوي دي.

هاکان فیدان ویلي:«موږ له اسراییل سره سوداګري بشپړه درولي ده. زموږ بندرونه د اسراییلي کښتیو پرمخ تړلي دي او د ترکیې کښتۍ هم د اسراییل بندرونو ته نه پرېږدو.»

ترکیې په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې کړي او پردې هېواد یې د نسل وژنې تور پورې کړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«کانټینري کښتۍ چې وسلې او مهمات اسراییلو ته وړي زموږ بندرونو ته نه پرېږدو او الوتکو ته هم اجازه نه ورکوو، چې زموږ د هوايي حریم له لارې د اسراییل پر لور تګ وکړي.»

ترکیې له اسراییل سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې درولي او له نړړیوالو یې غوښتنه کړې چې د اسراییل ملاتړ پای ته ورسوي.

پر همدغه مهال سرچینو رویټرز ته ویلي چې د ترکیې د بندرونو چارواکو له تېرې اوونۍ راهیسې د کښتیو له اجنټانو غوښتي چې لیکلی تضمین وړاندې کړي چې د دوی کښتۍ له اسراییل سره تړاو نه لري او پوځي یا خطرناک بار اسراییل ته نه وړي.

نور خبرونه

رادیو