طالبانو ویلي، چې د نمیروز ولایت په درېیو ولسوالیو کې یې لسګونه هغه افغان مسافر نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي.
په نیمروز کې دطالبانو د والي رسنیز دفتر د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) ویلي، چې نیول شوي کسان یې بېرته خپلو ولایتونو ته انتقال کړي دي.
طالبانو ویلي، چې یاد افغانان یې د نیمروز ولایت په چخانسور، چهاربورجک او خاشرود ولسوالیو کې نیولي، خو د نیولو شویو افغانانو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په نیمروز کې طالب چارواکو زیاتوي، چې د انساني قاچاقبرو شبکو پر ضد اقدامات یې پیاوړي کړي او چاته اجازه نه ورکوي، چې ګاونډي هېوادونو ته په ناقانونه توګه تګ وکړي.