د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د برېدونو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر خوست او ننګرهار د هوايي برېدونو په اړه له تبصري کولو ډډه وکړه.

نوموړي نن د یوې خبري غونډې پرمهال پر افغانستان هوايي برېدونو ته له اشارې پرته وویل، په کابل کې یې سفیر احضار شوی چې جزییات به یې و ارزول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سفیر احضارول او د شکایت ثبتول یوه عادي موضوع ده په دې اړه د اندېښنې اړتیا نه شته.

همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې د خپل چینايي سیال سره کابل ته د سفر پرمهال یې له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان او د چین د ایغوریانو په وړاندې اقدام وکړي.

اسحاق ډار زیاته کړه:«له طالبانو مې یوه غوښتنه وکړه، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان له سرحدي سیمو څخه لرې کړئ او یا يي د افغانستان شمال ته انتقال کړئ، یایې موږ ته وسپارئ. د هغوی مخنیوی وکړئ چې ستاسو خاوره د پاکستان پر ضد استفاده نه کړي.»

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان پوځ دوه شپې وړاندې په خوست او ننګرهار کې هوايي برېدونه وکړل او طالبانو د یادو هوايي برېدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او خپل شکایت لیک یې ورته وسپاره.

نور خبرونه

رادیو