په بدخشان کې د کښتۍ ډوبېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

په بدخشان ولایت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د پنج‌شنبې په ورځ د یفتل ولسوالۍ په «دره راست» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یفتل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان سراج‌الدین متوکل په وینا؛ تر اوسه پورې د یو قرباني مړی له اوبو اېستل شوی او د دوو نورو مړو د لټون هڅې روانې دي.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې؛ د هایلکس موټر سپرلۍ پلان لاره، چې د کښتۍ په مرسته له سیند نه واوړي؛ خو د کښتۍ کېبل د سیند په منځ کې پرې شوی او کښتۍ ډوبه شوې ده.

بدخشان ولایت وخت ناوخت د دغه ډول پېښو شاهد وي. خرابې لارې او د معیاري سړکونو نشتوالی په ځینو سیمو کې خلک دې ته اړ باسي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له کښتیو استفاده وکړي.

نور خبرونه

رادیو